د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې افغانستان کې له لسو میلیونو زیات کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د رپوټ پر اساس، له دې ډلې ۷ میلیونه کسان په کړکیچن حالت کې دي او ۲ میلیونه نور وګړي په بیړنۍ حالت کې ژوند کوي.
افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي دوی په پام کې لري چې په راتلونکي ژمي کې څه باندې پنځه میلیونه کسانو ته غذایي او نقدي مرستې ورسوي.
بله خوا د افغانستان د اقتصاد وزارت هم د هغو کسانو شمیر چې د خوړو خوندیتوب نه لري، ۴۴ سلنه بللی دی.
دغه وزارت وایي د هیواد ۴۴ سلنه وګړي د درې وخته خوړړو پيدا کولو کې له ننګونو سره مخ دي.
افغانستان د نړۍ یو خورا بې وزله او وروسته پاتې هیواد بلل کیږي، چې خلک یې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.