د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف ویلي په عراق او سوریه کې مات شوي داعش جنګیالي په دې هڅه کې دي چې خپلې اډې افغانستان ته انتقال کړي.
جواد ظریف د هندوستان انډیا ټوډې شبکې ته ویلي دي چې افغان خاوره کې داسې سیمې شته چې په دې سیمو کې داعش ډله شتون لري او په دې کار سره ډیری اندیښنې را ولاړې شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړېدوی د هند، پاکستان، روسیې او چین هېوادونو سره په مذاکره کې دي، ترڅو دا ټول هېوادونه د داعش ډلې په وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
د ظریف په خبره یواځي یو هېواد نه بلکې ټول سیمه ایز هېوادونه یې ترګواښ لاندې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان سره د ازبیکستان او تجیکستان ګډه پوله کې ډيری د داعش ډلې شتون هم وجود لري، هغه څه چې وړاندې تردې په دې اړه راپورنه هم خپاره شوي دي.