د بولیویا لرې کړل شوی ولسمشر، ایو مورالس چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په تور له واکه لېرې کړل شوی دی اوس په مکسیکو کې سختې شپې تیروي.
مورالس پرون په ټويټر خپل عکس پورته کړی او ورسره ليکلي يې دي: “له ولسمشرۍ څخه له شړل کېډو وروسته مې لومړۍ شپه په داسې ځای او حالت کې تېره کړه.”
هغه چې ۱۴ کاله یې د بولیویا د ولسمشرۍ پر څوکې واک وچلاوه، ویلي ځکه له خپل هیواده تښتیدلی چې ژوند یې په خطر کې و.
نوموړی تېره يکشنبه د خلکو د دريو اوونيو لاریونونو وروسته چې د ټاکنو په پايلو کې يې درغلي کړې وه، استعفا ورکړه او مکسيکو ته يې پناه یوړه.
مورالس وایي د نوامبر په لسمه د پولیسو او خلکو له فشارونو وروسته استعفا ته اړ شوی دی، ځکه ده نه غوښتل چې د وینو ویالې وبهیږي.
له دې پيښې وروسته د مورالس پلویانو هم د بولیویا یو شمیر ښارونو کې لاریونونه وکړل، خو کومه ګټه یې ونه کړه.
د ده د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب کې شل سرتیري هم ټپيان شول.
د بولیویا ځینو ښارونو کې مظاهرو له هغه وروسته زور واخیست چې پولیس له مظاهره کوونکو سره ملګري شول.
اوس د بولیوي د سنا جرګې مشره جنین انیز د بولیو یا لنډمهاله ولسمشره ټاکل شوې ده.