د افغانستان په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې یو لوړپوړی پاکستان پلاوی کابل ته د بخښنې غوښتو لپاره راغلی دی.
په دې پاکستاني پلاوي کې د پاکستان د استخباراتي شبکې (ای اېس ای) مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم شامل دي.
سرچینه وایي دا پلاوی نن دوشنبې کابل ته راغلی دی.
دا کار له هغه وروسته کیږي چې پاکستان کې د افغانستان سفیر څه موده وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا احضار شوی و، کوم څه چې افغانستان کې یې توند غبرګونونه وپارول.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستاني غاړې د افغانستان له سفیر سره بده رویه کړې ده.
خو پاکستاني چارواکو د افغانستان دا څرګندونې بې اساسه بللې وې.