د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې د پکتیا د دریو قاضیانو د وژنې عامل یې په هوایي برید کې وژلی دی.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون شنبې خپره شوې راغلي چې د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې شنبې ماښام ۶بجې، د یوه هوایي برید په پایله کې، د طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون، ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا ویس الدین هغه کس و چې څو ورځې مخکې یې د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان په لوګر کې وژلي و.
د پکتیا د استیاف محکمې درې قاضیان او یو مامور د پنجشنبې په ورځ د کابل – ګردېز پر لویه لار د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل شول او ووژل شول.