د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش طالبانو سره د سولې خبرو کې دافغانانو پر مالکیت او د حکومت پر محوریت ټينګار وکړ.
سرور دانش وویل سوله دافغانان له مالکیت پرته یو اړخیزه او غیر عملي ده او د حکومت له محوریت پرته هیڅ روښانه مانا نه لري.
ښاغلي دانش نن جمعه په کابل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي مصطفی کاظمي دولسم تلین په مراسمو کې خبرې کولې.
دانش په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې طالبانو سره د خبرو پيل لپاره دواړو خواوو لپاره د باور جوړول ډیر اړین دي.
هغه وویل د افغانستان حکومت د طالب بندیانو ازادولو لپاره چمتو دی، خو طالبان هم باید د باور جوړولو لپاره تاوتریخوالی کم کړي، اوربند وکړي او د افغانستان حکومت سره خبرې پیل کړي.
سرور دانش داسې حال کې طالبانو سره خبرو لپاره د شرطونو خبره کوي چې طالبانو تر اوسه د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او تل یې له حکومته مخ اړولی دی.
سرور دانش دا هم وویل چې حکومت د سولې مخالف نه دی، بلکه سولې لپاره طرحې لري او پر دغې طرحې عمل کوي.
دانش د افغانستان سولې لپاره د امریکا د هڅو مننه هم وکړه.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د افغانستان سولې لپاره د افغان حکومت، امریکا او نړیوالو هڅو هیڅ کومه مثبته پایله نه ده ورکړی، بلکې پر خلاف یې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي هم دي.
د ولسمشر دویم مرستیال د خپلو خبرو پرمهال د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم اشاره وکړه.
هغه پر ټاکنیزو ټیمونو غږ وکړ چې د کمیسیون په چارو کې مداخله ونه کړي او له کمیسیونه یې هم غوښتنه وکړه چې نور باید خلک په انتظار کې پرېنږدي او پایلې ژر اعلان کړي.
سرور دانش وویل د ټاکنو کمیسیون باید د قانون او خپلو طرز العملونو سره سم چلند وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې همدا اوس د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو بهیر له بندیښت سره مخ شوی دی.
یو شمیر سرچینې وایي د ټاکنو کمیسیون غړي په ډیریو مواردو کې یوه خوله نه دي او چارې یې په بشپړ دول دریدلي دي.