وسله والو طالبانو د فراه-فراه رود لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ترڅو ددغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې محاصره شویو افغان سرتېرو ته د مرستندویه ځواکونو د ورتګ مخه ونیسي.
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د یوې اونۍ راهیسې د فراه-فراه رود لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده او په خبره یې د فراه مرکز او بالابلوک ولسوالۍ ترمنځ تګ او راتګ بند دی.
په ورته وخت کې د فراه د پولیسو مشر غلام محي الدین خیرخواه وایي، د فراه-فراه رواد لارې د لارې د خلاصون لپاره به عملیات پیل کړي.
په فراه کې ځینو سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې، د ملي اردو یو کنډک د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا محاصره دي او د فراه-فراه رود لارې د بندیدو له امله مرستندویه ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي چې د محاصر شویو ځواکونو د مرستې لپاره ځانونه ورسوي.
د فراه ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي په سیمه ییزو چارواکو نیووکې کوي.
د فراه د ولایتي شورا غړي داد الله قانع ددغې لارې د بندېدو پړه پر سیمه ییزو چارواکو اچوي او زیاتوي چې، سیمه ییزو چارواکو د لارې د خلاصون په برخه کې غفلت او بې پروایي کړې ده.
بلخوا د فراه ولایت د پولیسو مشر غلام محي الدین خیرخواه وایي چې، د فراه-فراه رود لارې امنیت په دوو مرحلو کې تامیندلی شي.
غلام محي الدین خیرخواه وایي، په لومړۍ مرحله کې مونږ د فراه ښار، د ښار شاوخوا سیمو د امنیت او فراه-فراه رود لارې د خلاصون لپاره عملیات ترسره کوو او وروسته به د یادې لارې په وړاندې شته خنډونه له منځه وړو ترڅو په راتلونکې کې له ورته ستونزې سره مخ نشي.
د فراه ولایت اوسیدونکي وایي، د فراه–فراه رود لارې د بندېدو له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
ددغه ولایت د اوسیدونکو له قوله، په تېره یوه اونۍ کې پنځه تنه ولسي وګړي چې، غوښتل یې له دغې لارې سفر وکړي، وژل شوي او په خبره یې ډیری ناروغانو هم ددغې لارې د بندیدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.