د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن عمران خان ته دوه ورځې وخت ورکړی څو له واکه لرې شي.
سلګونه زره پاکستانیان د مولانا فضل الرحمن د ګوند د جمعیت علمای اسلام ف په لارښوونه اسلام آباد ته د اعتراض لپاره ورغلي دي.
د ازادۍ مارش د اسلام آباد په نهم فیز سیمه کې د اتوار بازار ترڅنګ پر لوی میدان جوړ شوی دی.
د هغوی یوه اساسي غوښتنه دا ده چې د پاکستان لومړی وزیرعمران خان دې استعفا وکړي.
مولانا فضل الرحمن په اسلام آباد کې لاریونوالو ته د خبرو پر مهال ويلي عمران خان ته د استعفا لپاره دوه ورځې وخت ورکوي.
مولانا د پاکستان پوځ ته په غیرمستقیم ډول په اشاره کې غږ وکړ، چې د عمران خان ملاتړ دې نه کوي.
په پاکستان کې د ازادۍ مارش ملاتړ یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو هم کړی دی، خو عمران خان پر خپل دریځ کلک پاتې شوی او خپل مخالفان یې تورن کړي چې له مارش څخه د حکومت پر ضد د وسیلې په توګه کار اخلي.
مولانا فضل الرحمن دا اعتراضي لاریون د اکټوبر په ۲۷مه له کراچۍ څخه پیل کړی دی.
هغوی له واکه د عمران خان د لرې کېدو تر څنګ درې نورې اساسي غوښتنې هم لري.
د ازادۍ مارش غړي غواړي چې د پوځ له لاس وهنې پرته بیا ټولټاکنې وشي، په اساسي قانون کې د اسلامي اصولو ضمانت وشي او هغه سیاسي شخصیتونه خوشې شي چې په پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې په حکم نیول شوي دي.
له خیبر پښتونخوا هم د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو لکه عوامي نېشنل، د پاکستان د خلکو، قومي وطن او مسلم لیګ نون ګوندونو کاروانونه د ازادۍ له مارش سره د یوځای کېدو لپاره اسلام آباد ته رسېدلي دي.