د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي هغه ځوان قاتل یې وژلي، چي د تیرې چهارشنبې په ورځ یې کندهار کې یو پلار د خپلي ماشومي لور د سترګو په وړاندې وژلی و.
د کندهار ولایت مقام نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د کندهار ښار په څلورمه، اوومه، نهمه، دوولسمه او څوارلسمه ناحیه کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چي په ترڅ کي یې یو غلچکی بریدګر وژل شوی او پنځه تنه نور برید کوونکي ژوندي نیول شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د نهمي ناحیې د عملیاتو په جریان کي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د غلچکي بریدګر د نیولو پر مهال د مقاوت سره مخ شول، چي په نتیجه کي یې غلچکي بریدګر په مقابلو ډزو کي وژل شو.
د ځانګړو ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخي وژل شوی چریکي فعالیت کوونکي د هغه ځوان قاتل و، چي د چهارشنبې په ورځ په یې ارغنداب ولسوالۍ کې د ملا نقیب اخوند له زیارت سره یو پلار د خپلي ماشومي لور د سترګو په وړاندي وواژه.