د افغانستان برښنا شرکت د لوړ ولتاژ فني کارکوونکو سالنګ کې د برښنا چپه شوې پایه په بشپړ ډول ورغوله او د پلخمري – چمتلې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برښنا مزو دواړه سرکتونه يې بیرته فعال او روښانه کړل.
برښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي د وارداتي برښنا نوموړي مزي د تیرې شپې ۱۰:۳۷ دقیقې د روښنايې راوړونکو اتلانو پر مټ ورغول شول چې په فعالیدو سره يې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا بیرته عادي حالت ته را وګرځیده.
د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوی د ټولو هغو اشخاصو او د لوړ ولتاژ کارکوونکو له هڅو او زحمتونو څخه مننه کړې چې په سالنګ کې يې د برښنا د چپه شوې پایي او وارداتي برښنا مزو په رغولو کې خولې تويې کړي او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې یې کړې دي.
نا معلومو وسله والو شاوخوا درې اونې وړاندې د کابل شمال ۱۱۱ کیلومترۍ کې له جنوبي سالنګه په تیریدو سره په تنګی اجان سیمه کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا یوه مټه په بم الوزولې وه.
د دې چاودنې په نتیجه کې مټه په بشپړه توګه ویجاړه شوه چې پایله کې یې کابل او یو شمیر نور ولایتونه بیا له برښنا بې برخې شول.