په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر یوې اډې باندې د راکټیز برید په پایله کې د دغه هیواد پنځه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې دغه برید د سه شنبې په ورځ کابل ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر نه یوه ورځ وروسته شوی دی.
د امنیتي چارواکو په وینا، دغه پیښه د یاد ولات مرکز لښکرګاه ښار کې د امریکایي ځواکونو یوې کوچنۍ پوځي اډه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې جنګیالیو هلمند ولایت کې د بهرنیو او د افغانستان ځواکونو پر اډې باندې توغندي توغولي چې ګن شمېر ځواکونو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند، د دې هېواد د ځواکونو ټپې کېدل رد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو بریدونو کې دوه بې ګناه افغان ملکیان ټپیان شوي دي.