ټاکل شوې ده تر راتلونکو لسو ورځو پورې په چین کې د افغانستان د سولې په تړاو دوې مهمې ناستې جوړې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکا هره هغه هڅه چې افغانستان کې د سولې او ثبات لامل کیږي، ملاتړ یې کوي.
لومړنۍ ناسته د اکټوبر په ۲۵مه ورځ د امریکا، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ کیدونکې ده او ورپسې دویمه ناسته د همدې میاشتې په ۳۱مه نیټه د سیاسي څیرو او طالب استازو ترمنځ کیږي.
د افغانستان حکومت وایي د سولې په تړاو هره ناسته چې کیږی، باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وشي او که داسې ونشی، هیڅ پایله نه لري.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تیره ورځ د افغان سولې په تړاو هڅو لپاره سفرونه پيل کړي دي.
زلمی خلیلزاد د سفر په پيل کې په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي دي.