یو شمیر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان حکومت هڅه کوي پر طالبانو نا اعلان شوی اوربند یا د تاوتریخوالي کمول ومني.
یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو تراوسه پورې د پاکستان دغه وړاندیز ته ځواب نده ورکړی.
د پاکستان دغه چارواکي په وینا،پاکستان پر طالبانو فشار راوړی چې اوربند ومني ترڅو د سولې خبرو کې بندښت له منځه یوړل شي.
سرچینې وایي دا کار له پاکستانه د امریکایي چارواکو د غوښتنې په پایله کې شوی دی.
امریکا ویلي که چیرې طالبان اوربند یا د تاوتریخوالي کمول په نا اعلان شوي بڼه هم ومني، نو دغې ډلې سره به د سولې خبرې بیا پيل شي.
طالبان تر اوسه د دې رپوټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي
دا څرګندونې داسې حال کې کیږي چې پرون د اروپایي ټولنې استازي هم کابل کې د خبرو پرمهال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو بیا پیلیدو غوښتنه وکړه.
د همدې ترڅنګ د امریکا سنا مجلس او ناټو هم د طالبانو او امریکایي چارواکو د خبرو بیا پيلیدو ملاتړ کړی دی.
د سولې خبرو له دریدو وروسته په پاکستان کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ خبرو په پایله کې چې څو اونې وړاندې وشوې، د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو یو شمیر بندیان دوی سره د ۱۲ هندي بندیانو سره تبادله شول.
اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې ټاکل شوې ده د زندانیانو د تبادلې بل پړاو کې انس حقاني له دوو امریکایي استادانو سره تبادله شي.
که څه هم تر اوسه د سولې خبرو بیا پيلیدو لپاره زیاتې غوښتنې شوي دي، خو معلومه نه ده چې دا خبرې به له سره پيل شي کنه؟
افغانستان کې یو شمیر سیاسي او استخباراتي شنونکي وایي پاکستان هڅه کوي په تشو وعدو سره امریکا او افغانستان تیر باسي او هیڅکله به دې ته چمتو نشی چې طالبان د افغانستان حکومت سره سوله وکړي او افغانستان یې د سیالۍ جوګه شي.