د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د ناروی کمیټې (NAC) په افغانستان کې د ۷۰۶۲۶ ډالرو ارزښت هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړه لیک لاسلیک په مراسمو کې د دې ادارې له خوا ډاکټر ملا زینالعابدین عابد او د ناروی کمیټې له خوا تاریا واتردال ګډون وکړ.د دې هوکړې پر اساس به یوه پروژه د «خوندي، ټولشموله او باکیفیته زدهکړې فرصتونو پیاوړتیا او د پاکو اوبو، روغتیا او چاپېریالي ساتنې خدمات وړاندې کول» تر عنوان لاندې په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې پلی شي. په مراسمو کې دواړو خواوو د پروژې ځواکمن ټکي او ننګونې وڅېړلې. ناروی کمیټې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ، او د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال د تفاهمنامې لاسلیک د هېواد د چاپېریالي او تعلیمي وضعیت د ښه والي لپاره مهم ګام وبلله.






















