د تیرو پارلماني ټاکنو له ترسره کیدو راهیسې په افغانستان کې د بایومټریک ماشین په اړه زیات بحثونه کیږي او کله نا کله په رسنیو کې د خبرو اصلي موضوع هم جوړوي.
افغانستان کې هم دا ماشین د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د روڼتیا او درغلیو د مخنیوي لپاره د سیاسی ګوندونو له غوښتنو وروسته په کار واچول شول.
دا ماشینونه د افغانستان په ټاکنو کې تر اوسه ښه پایله هم ورکړې او خلک د شفافو ټاکنو د ترسره کیدو زیاته تمه ترې کوي.
خو اوس هم زیاتره خلک یواځې د دې ماشین له نوم سره اشنا دي او ډیر ځانګړتیاوې یې نه دی ور ښودل شوي.
موږ هڅه کوو په دې لیکنه کې د بایومټریک ماشین پر ځانګړنو تاسې خبرو کړو.
دا ماشین د یوه موبایل شکل لري خو توپیر یې دادی چې د مخې پاڼه یې له مبایل نه پلنه او لږ پریړه ده. د مخ پاسنۍ برخه کې برښنایي لینز لري چې کولی شي د رای روکوونکې د ګوته نښه ثبت کړي.
د دې ماشین شاتنۍ برخه کې د کمرې لینز او فلش قرار لري چې په مرسته یې د رای ورکوونکي انځور، د تذکرې انځور او سټیکر انځور اخیستل کیږي.
دا ماشینونه د جرمني هیواد (درملوک) کمپنۍ نه اخیستل شوي دي.
همدا اوس د ټاکنو په کمیسیون کې د دغې کمپنۍ دوه تنه استازي د دې ماشین د معلوماتو ساتنې او تخنیکي لارښوونو لپاره دیره دي.
بایومټریک د مبایل په شان د چارجر په مرسته چارجیږي او کابو لس ساعته پر خپل چارج کار کوی، خو کیدای شي چې د اړتیا پر وخت له پاور بانک نه هم ورته کار واخیستل شي.
دا ماشین د پرینټر دنده هم ترسره کوي او کولی شي چې په هماغه شیبه کې د رای ورکوونکي اړوند معلومات په کاغذ کې وباسي.
د بایومتریک ماشین په هغه صورت کې چې انلاین وي دتکراري رایو مخنیوی کوي او کولی شي ټول معلومات د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو څانګې ته ولیږدوي.
څنګه د درغلیو مخنیوی کوي؟
وروسته له هغه چې د رای ورکونکي ټول مشخصات په بایومټریک ماشین کې ثبت شول، د رای ورکونې لګول شوی سټیکر هم سکن کیږي او دغه ماشین کې زیرمه کیږی.
دا ماشین د مشخصاتو له ثبتولو وروسته یو کوډ پرینټ کوي او د رای پاڼې پر شا لګول کیږي.
له هغه وروسته کله چې کوم کس بیا د رای ورکوونکې هڅه وکړي ماشین یې د ګوتې نښان په اخیستو سره ټول مشخصات ښيي او د شخص هویت معلوموي.
دا ماشین د دې وړتیا هم لري چې وښيي رای ورکوونکی په کوم مرکز کې ثبت شوی او چیرته کولی شي رایه ورکړي.
د دې ماشین یوه بله ځانګړنه داده چې د (کې ار) کوډ په سکن کیدو سره دا ماشین یواځې یوه محل ته محدودیږي او بیا نشی کیدای بل محل کې ترې ګټه واخیستل شي.
څنګه رای ورکولی شئ؟
د ټاکنو کمیسیون وایي وروسته له هغه چې د رای ورکوونکو نوم په نوملړ کې وموندل شو د بایومټریک ماشین ته ځي.
د بایومټریک کار کوونکي د رای ورکونکي د پيژندپاڼې پر شا هغه سټیکر چې د نوملیکنې پر وخت پرې لګول شوی، د بایومټریک ماشین ته داخلوي.
دا ماشین د دې وړتیا لري چې د سټیکر مشخصاتو په مرسته د رای ورکونکي انځور وښيي او هویت یې وپیژني.
د ټاکنو کمیسیون وایي په دغو ماشینونو کې د رای ورکونکو د ټولو مشخصاتو ثبتول نږدې یوه دقیقه وخت نیسي.
له دې کار وروسته د ټاکنو کار کوونکی د رای ورکوونکی انځور، د د لاس د غټو ګوتو نښې، د پیژندپاڼې انځور اوسټیکر انځور ثبتوي.
له دې وروسته ماشین یو ځانګړی کوډ چاپ کوي چې د رای پاڼې پر شا له لګولو وروسته رای ورکوونکی ځانګړي ځای ته ځي او خپله رایه کاروي.
خو د رای ورکونې تکرار مخنیوي لپاره د رای ورکوونکي ګوته هم په مخصوص رنګ توریږي چې تر څو ورځو لپاره د پاکیدو وړ نه دی.
د بایومټریک ماشین ظرفیت څومره دی؟
د رای ورکوونې پر وخت د رای ورکوونکو د مخ انځور، د دوو غټو ګوتو نښه، د پیژندپاڼې انځور او د سټیکر انځور اخیسیل کیږي چې دا ټول کولی شي د بایومټریک په ماشین کې تر ۴۰۰ کیلو بایټه داخلي حافظه اشغال کړي.
په همدې توګه یو ماشین کولی شي د رای ورکونې د یوه محل د ۴۰۰ کسانو پورته مشخصات ثبت کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي تیره ورځ رسنیو ته ویلي چې د تلې شپږمې ټاکنو کې نږدې ۱۰۰ د بایومټریک ماشینونه لادرکه شوي دي.
داسې هم ویل کیږي چې له ځينو مرکزونو نه له ټاکل شوې اندازې زیات ماشینونه کمیسیون ته لیږدل شوي دي.
خو د ټاکمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي دا هغه اضافي ماشینونه و چې د احتیاط لپاره ورکړل شوي و.
د بایومتریک ماشین شمیر او لګښت
د ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنو لپاره ۲۴زره ماشینونه د ۱۵ میلیونه یورو په ارزښت اخیستل شوي و.
د دې ماشینونو ټول لګښت د افغانستان حکومت پر غاړه اخیستی و او ملي تدارکاتو ادارې یې په اخیستو کې ونډه لرله.
خو په هغو ټاکنو کې د بایومټریک ماشینونو د پام وړ اغیز نه درلود.
په ځینو مرکزونو کې د بایومټریک ماشینونه غلا، خراب او یا ورک شول او ځینو کې بیا د ټاکنو کار کوونکي د دې ماشین په کارولو نه پوهیدل.
همدا دلیلونه و چې پارلماني ټاکنې له زیاتو ننګونو او رسوایۍ سره مخ شوې او پایلې یې هم له زیاتو جنجالونو وروسته په ځنډ سره اعلان شوې.
خو ولسمشریزو ټاکنو کې د دې ماشیونونو شمیر ۳۸ زرو ته ورسیدل.
۲۹ زره یې د ۲۹ زرو محلونو لپاره او ۵ نور په احتیاطي ډول د دوی د خرابیدو او ورکیدو په صورت کې په پام کې نیول شوي و.
بایومټریک ماشین په کومه ژبه کار کوي؟
که څه هم دا ماشین د جرمني یوه شرکت چې درملوک نومیږي جوړ کړی دی، خو ژبه یې یواځې انګلیسي ده.
د ټاکنو کمیسیون غړي وایي هڅه کوي چې په راتلونکي کې د افغانستان یوه ژبه هم پکې زیاته کړي.
معلومات څنګه مرکز ته لیږدول کیږي؟
د رای ورکوونکي معلومات د ورځې په اوږدو کې په بایومټریک ماشین کې زیرمه کیږي او د ورځې په پای کې د انټرنټ په مرسته او د یوې (لیږد) تڼۍ په کیکاږلو سره ټول معلومات د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر ته لیږدول کیږي.
له هغه وروسته د محل د تړل کیدو تڼۍ فعالیږی او نور هیڅوک نشی کولی رایه ورکړي.
دا کار یواځې په ۷۰ سلنه مرکزونو کې ترسره شوی دی.
په هغو مرکزونو چې د انټرنټ اسانتیا یې نه درلوده، معلومات د ماشین تر رسیدو کمیسیون ته نه دي رسیدلي.
اوس د ټاکنو کمیسیون وایي پر دې هم څيړنه کوي چې د رای ورکونې له ټاکل شوې مودې (د سهار ۴ د ماښام تر ۵) وړاندې یا وروسته رای نه وي کارول شوې.
د رایو مرکزي سرور
د د ټاکنیزو معلوماتو اصلي سرور کابل کې د ټاکنو کمیسیون کې دی چې د بایومټریک ټول معلومات دغه سرور ته داخلي او وروسته یې د پاکو او نا پاکو رای پلټنه کیږي.
د رای ورکونې له محلونو ټولې کارول شوې رایې د انټرنټ په شتون کې دغه سرورو ته لیږدول کیږي، خو که چیرې انټرنټ نه وي، نو بیا د ماین له انتقالیدو پرته بله چاره نه لیدل کیږي.
دغه مرکز کې ثبت شوي معلومات یواځې د مرکزي ادارې کار کوونکو له خوا هغه هم مشخصو کوډونو له مخې لولي، نور ورته معلوماتو ته لاس رسی نه لري.
د ټاکنو کمیسیون د تکنالوژۍ څانګې مشر ویلي، دې وروستیو ورځو کې نامالومه هکرانو څو ځلي هڅه کړې ده چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارول شویو بایو مټریک الو مرکزي سرور یا د مالوماتو زېرمه هک کړي، خو بریدګر ونه توانېدل د ټاکنو کمېسیون سرورونو یا د مالوماتو زېرمې ته زیان ورسوي.
اوس د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایي د ټولو ماشینونو رایې د معلوماتو مرکزي څنګې ته داخلې شوي او اوس د رای د چاڼ کولو بهیر پيل شوی دی.
ټاکل شوې وه چې د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې د میاشتې په ۲۷مه نیټه اعلان شي، خو اوس کمیسیون وایي کیدای شي دا چاره د څو ورځو لپاره وځنډیږي.
په افغانستان کې تر اوسه څلور ځلې ولسمشرۍ ټاکنې او درې ځلې پارلماني ټاکنې ترسره شوي دي، چې له یو میلیارد ډالرو زیات لګښت پرې شوی دی.
خو دا چې دا ټاکنې په هغه شان چې خلک ترې تمه لري، نه دي ترسره شي، همدا دلیل دی چې خلک هم پر دې بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د نږدې ۲ میلیونه رای ورکوونکي ګډون د دې ښکارندويی کوي چې نور خلک د دیموکراسي پر دغه ارزښت باور نه لري او خپله رایه د هیواد سیاسي زعیم ټاکلو کې بې ارزښته بولي.