په امریکا کې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پر سر د راپورته شوو جنجالونو په لړ کې، اوس د دغه هیواد په ۵۰ ایالتونو کې د پراخو وسله والو لاریونونو خبرداری ورکړی شوی دی.
د امریکا د فدرالی څیړنې ادارې یا (اېف بي ای) په یوه لیک کې ټولو قانون پلي کوونکو ادارو ته خبر ورکړی چې کیدای شي د ټرمپ وسله وال پلویان په راتلونکو ورځو کې له وسلو سره پر لارو او کوڅو یون وکړي.
د اېن بي سي د رپوټ له مخې کیدای شي دا لاریونونه د راتلونکې شنبې په ورځ چې جوبایډ د لوړې مراسم ورته په مخې پراته دي، پيل شي.
همداشان یوې وسله والې ډلې خبرداری ورکړی چې که چیرې کانګرس ټرمپ له خپل دفتره وباسي، نو په هماغه ورځ به واشینګټن ته ځان ورسوي.
په دې لیک کې هغه معلومات شامل دي چې د امریکا د مشروباتو، تنباکو، چاودیدونکو توکو او مخدره موادو پرضد د مبارزې ادارو، دفاع ادارې، د پارک پولیسو او د امریکا مارشال خدمتونو ادارې له لوري ترلاسه شوي دي.
د دې ګواښونو ځیني برخې د ټولنیزو رسنیو، انساني او ځینو نورو سرچینو له لارې ټول شوي دي.
د اجراییه قوې یوه ستر چارواکي ویلي چې د فدرالي څیړنو ادارې د ملي کړکیچ د همغږۍ مرکز دا معلومات پر کانګرس د تیرې اونۍ د لاریون کوونکو له برید وروسته د ګواښوونکو معلوماتو له منځه ټول کړي او ویشلي دي.
داسې حال کې چې دا لیک د انلاین فعالینو له لوري د کیدونکو ګواښونو زیږنده ده، چې د شنبې په ورځ د منتخب ولسمشر، جو بایډن بایډن د لوړې مراسمو په درشل کې پيلیږي، خو دا په دې مانا نه ده چې اجراییه قوه به په ټولو ایالتونو کې هم مهاله له وسله وال مقاومت او چلند سره مخ شي.
د بیلګې په توګه، په بوسټون کې د ایف بي ای یوه ویاند ویلی: “په اوس حال کې، د ایف بي ای د بوسټون برخه کې داسې کوم استخباراتي معلومات نه نشته چې زموږ د سیمې د ایالتونو مرکزونو کې د جنورۍ له اولسمې د کوم پلان شوي وسله وال لاریون څرګندونه وکړي.”
هغه ویلي چې دوی همیشه خپلو مجریه ادارو سره په اړیکه کې دي او هر ډول تر لاسه کیدونکی استخباراتي معلومات په ګډه څیړي.
د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې وسله والې ډلې چې د شنبې په ورځ یې واشینګټن ته د یون خبره کړې، ویلي که چیرې کانګرس هڅه وکړي چې ټرمپ د اساسي قانون د ۲۵ام متتم له مخې له واکه لرې کړي، نو هلته به یوه لویه راټولیدنه جوړه کړي.
سره له دې چې د مجریه قوې سرچینې ویلي چې کانګرس له دې لارې د ټرمپ د لرې کولو توان نه لري.
امریکا کې د احتمالي وسله والو لاریونونو ګواښونه داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ یو شمیر پلویانو تیره اونۍ د دغه هیواد کانکرس باندې برید وکړ او دا ودانۍ یې د یوې لنډې موې لپاره په خپله ولکه کې لرله. کانګرس تیره چهارشنبه په رسمي ډول په ټاکنو کې د جو بایډن بریا تایید کړه.
د ټرمپ د پلویانو دا اقدام د ننه امریکا او بهر کې پراخ غبرګونونه وپارول، تردې چې د ټرمپ د ادارې تر لسو زیاتو لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفا وکړه.
د امریکا د ولسي جرګې دیموکراتې مشرې، نانسي پلوسي د یکشنبې په ورځ د ټرمپ پر مرستیال، مایک پنس غږ وکړ چې د اساسي قانون له ۲۵ام متمم نه په کار اخیستو سره ټرمپ له واکه وغورځوي.
ژباړه: Ahmad Mirzad