امریکا په پام کې لري چې په یمن کې ایران تر ملاتړ لاندې حوثي وسله وال د ترهګرو ډلو نوملړ ته داخل کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوه بیانیه کې ویلي چې دغه هیواد به همداشان د حوثي ډلې درې لوړپوړي مشران عبدالملک حوثي، عبدالخالیق بدرالدین او عبدالله یحیی حکیم هم د نړیوالو ترهګرو په نوم ونوموي.
حوثي ډله له کلونو راهیسې په یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې حکومت سره پر جګړه بوخته ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بیانیې له مخې دا ډله د پولې د باندې ترهګریزو بریدونو او د ملکیانو، زیربناوو او تجارتي بیړیو ګواښلو له امله تر تحریمونو لاندې راتلونکې ده.
دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې وړاندې د یمن یوه هوایي ډګر کې درنې چاودنې او ډزو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم حوثیانو د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د یمن حکومت د دې پيښې پړه پر حوثیانو واچوله.
یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ نیابتی جګړه روانه ده، چې تر اوسه پکې بې شمیره کسان وژل شوي، ټپیان شوي یا له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.