د کرونا ویروس د پیدا کیدو اصلي ټاټوبي، د چین ووهان ښار کې پوره یو کال وړاندې د دغه ویروس له امله د یوه کس د مړ کیدو خبر ورکړل شو.
اوس چې د دغه کس د مړ کیدو تلین دی، کرونا د نړۍ پر پرمخ د نږدې دوو میلیونو انسانانو ژوند اخیستی او لاهم هره ورځ سلګونه کسان قرباني اخلي.
چین د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې په یوولسمه نیټه د یوه ناپیژانده ویروس له امله چې وروسته کووېډ۱۹ ونومول شو، د یوه ۶۱ کلن کس د مړ کیدو خبر ورکړ.
خو د ووهان دغه د ۱۱ میلیونو اوسیدونکو مرکزي ښار د کرونا په لومه کې تر لویدو پوره کال تیریدو وروسته، اوس یوځل بیا د پر پښو دریدو په حال کې دی.
داسې حال کې چې نړۍ لاهم له دغه وژونکي ویروس سره لاس او ګریوان دی، ووهان د چین او حتا نړۍ په کچه یو امن او له کرونا خوندي ښار بلل کیږي.
چیرته چې د دولت او خصوصي بنسټونو مامورین په عادي ډول دفترونو ته ځي او پارکونه او د سمندر غاړې هم د سیلانیانو د ساعت تیرۍ ښه ځای دی.
خو د دې سره سره، د خلکو ته د کرونا ویروس په هکله پراخه پوهاوي ورکړل شوې او پر کرونا د اخته کیدو مخنیوي لپاره لاهم جدي تدابیر روان دي. داسې چې حتا یوه دوه کلن ماشومان هم له کوره تر وتلو وروسته پر پوزه ماسک بندوي.
د یادولو ده چې چین لاهم د کرونا ویروس خپرولو له وجې د نړیوالو له ملامتیار نه ده خلاصه شوې.
تر اوسه نړۍ کې له ۹۰ میلیونو زیات کسان پر کرونا اخته شوي چې له دې ډلې څه کم دوه میلیونه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.