د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې تیره شپه د افغان ځواکونو هوایي برید په پایله کې ۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوې سیمه ییزې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې افغان ځواکونو په سیمه کې د طالبانو یو ګمرک باندې هوایي برید وکړ، چې شاوخوا کورونو کې عامو خلکو ته هم پکې مرګ ژوبله واوښته.
د سیمې اوسیدونکي وایي په دې برید کې یو شمیر کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
بله خوا، د نیمروز والي زمریالی احدي وایي افغان ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت نهم نمبر شاهراه کې د طالبانو پر قرارګاه برید کړی، چې پایله کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او دوه نور د دوی د ګمرک کار کوونکي چې له خلکو یې په زوره پيسې، اخیستې نیول شوي دي.
هغه وایي د ملکي مرګ ژوبلې معلولو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولی، چې وروسته به یې جزییات شریک کړي.
دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.