د پاکستان یوې محکمې د لشکر طیبه ډلې مشر، ذکي الرحمان لکهوي د تندلارو مالي ماتړ په جرم په پنځه کاله بند محکوم کړ.
د پنجاب ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي ذکي لکهوي په ۱۰۰ زره پاکستاني کلدارو جریمې باندې هم محکوم شوی دی.
ذکي الرحمان د هند او امریکا له لوري په ممبی کې د ۲۰۰۸ کال برید ترسره کولو باندې تورن کس دی.
د ممبی په برید کې ۱۶۶ کسان ووژل شول او زیات شمیر نور ټپيان شول.
پاکستان د دغه تندلارې مشر پر وړاندې داسې حال کې اقدام کوي، چې دغه هیواد د مالي اقدام ځانګړې ډلې د تور نوملړ پر څنډه ولاړ دی.
که چیرې پاکستان د ترهګرو ملاتړو سازمانونو پر وړاندې ګام وانخلي، نو کیدای شي چې د مالي اقدام ځانګړې ډلې په تور لیست کې شامل شی.
پاکستان تردې وړاندې په کراتو د افغان چارواکو او یو شمیر نړیوالو هیوادونو او سازمانونو له خوا د ترهګرو پر ملاتړ تورن شوی دی، خو تر اوسه یې پر وړاندې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.