یو شمیر جهادي او سیاسي مشران خبرداری ورکوي چې پر د هر ډول احتمالي برید مسوولیت د دولت مشرتابه پر غاړه دی.
دوی په یوه پریکړه لیک کې یادونه کړې په داسې حال کې چې د هیواد امنیتي وضعیت خراب شوی او ترهګریز بریدونه هم په بې ساري ډول زیات شوي، سیاسي شخصیتونه او د جهادي ګوندونو مشران چې د خلکو او دولت ترڅنګ ولاړ دي، همیشه د بریدونو موخه ګرځیدلي دي.
دوی د دولت هغه پریکړه غندلې چې په وینا یې د لوړپوړ کسانو د ساتنې ریاست کې یې د دوی د ساتونکو شمیر کم کړی دی.
پریکړه لیک کې ویل شوی: “داسې حال کې چې دولت د هیواد عمومي امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلی او هره ورځ د دردوونکو فجایعو، د بې ګناه هیوادوالو د شهید او زخمي کیدو شاهدان یو، د دولتي لوړپوړو کسانو د ساتنې او امنیت ریاست له خوا مو خبر ترلاسه کړ چې په دولت کې یو شمیر کسانو پریکړه کړې چې د ولسمشرۍ د پخوانیو مرستیالانو او لویو جهادي ګوندونو د مشرانو د ساتونکي کم کړي…. د دغو کسانو د ساتونکو کمیدل داسې وخت کې د منلو وړ دي چې دوی ته ګواښونه متوجه نه وي او عمومي وضعیت ښه شوی وي.”
په لیک کې لیکل شوي چې د دولت له دې پریکړې سره د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانیو مرستیالانو او جهادي مشرانو ته ګواښونه زیاتیږي او ترهګرو ته دا موکه ورکوي چې دوی په نښه کړي.
په دې بریکړه لیک کې د لاندې څیرو نومونه تر سترګو کیږي.
د ملي اتحاد ګوند مشر، عبدرب رسول سیاف
د اسلامی جمعیت ګوند مشر، صلاح الدین رباني
د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار
د ولسمشرۍ څلور پخوانیو مرستیالان عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود او محمد یونس قانوني
د افغانستان د ژغورنې د ملي جبهې د مشر، ذبیح الله مجددي
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق
او د ملي محاذ ګوند د مشر، سید حامد ګیلاني
عبدرب رسول سیاف او ګلبدین حکمتیار که څه هم په پریکړه لیک کې یې نومونه لیکل شوي دي، خو پر لیک د دوی لاسلیکونه نه تر سترګو کیږي.