افغان ولسمشر اشرف غني وایي اساسي موخه یې داده چې واک د خلکو په خوښه خپل منتخب ځایناستي ته وسپاري.
هغه له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان اوس داسې یوه ټولنه نه ده چې د طالبانو تیره تګلاره پرې وتپل شي.
هغه د سولې خبرو موخې په تړاو یوې پوښتنې ته ویلي: “افغانستان یو خپلواک، دیموکراټیک، یو موټی او له خپل ځان او سیمې سره د سولې به حال کې دی. ….. که د طالبانو موخه دا وي چې پر موږ مسلط شي او موږ ته د مرګ سوله راکړي، دا به ډيرې منفي پایلې ولري.”
غني د مرکې په یوه بله برخه کې ویلي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۴۰ زرو زیات ملکي وګړي او سرتیري وژل شوي دي.
د ولسمشر په وینا دا په داسې حال کې دي چې په دې موده کې یواځې ۹۸ تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې نن په قطر کې د سولې خبرو دویم پړاو پيلیږي او د دې خبرو پایله کې د لنډمهاله حکومت د جوړړو خبره هم د ژبو پر سر ده.