د امریکا د ولسي جرګې ډیموکراټې مشرې، نانسي پلوسي د ټرمپ له مرستیال مایک پنس نه غوښتي چې د اساسي قانون د ۲۵ام متمم پلي کولو سره، ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ له ګدۍ ښکته کړي.
اغلې پلوسي ګواښ کړی چې د ولسمشر نه ګوښه کیدو په صورت کې به، ولسي جرګه د ټرمپ د استیضاح طرحه یبا راپورته کړي.
نوموړې دغه راز ډونلډ ټرمپ امریکایي وګړو او د دغه هیواد ولسواکۍ لپاره مرګونی ګواښ بللی او د هغه ګوښه کیدل یې بیړنۍ بللې ده.
پلوسي دغه راز واشنګټن کې د چهار شنبې ورځې پيښه د روسیې ولسمشر ولاډیمیر پوټین ته د ټرمپ ترټولو ستره ډالۍ بللې ده.
د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ پلویانو برید په ترڅ کې څلور کسان ووژل شول او لسګونه نور د پولیسو له خوا ونیول شول.