یوه اندونیزیایي شتمن کس، ریچارد مولجادي د دې لپاره چې پر کرونا ویروس اخته نشي، د الوتکې ټول ټکټونه ځان او مېرمنې لپاره واخیستل.
د جاکارتا دغه شتمن کس چې په عجیب ژوند تیرولو خورا نوموتی دی، له خپلې میرمنې سره له جاکارتا د دغه هیواد بالي ښار ته تللو لپاره ټول الوتکه اجاره کړه.
د دوی هغو انځورونو ته په کتو سره چې ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې ښاغلي مولجادي او میرمن یې په خالي الوتکه کې د ژوند بله عجیبه خاطره ثبتوي.
مولجادي ویلي دوی د الوتکې ۱۲ د سوداګرۍ کلاس او ۱۵۰ عادي څوکۍ اخیستې دي، ځکه چې دوی پر کرونا ناروغۍ له اخته کیدو سخته ویره لري.
د دې الوتکې ټول لګښت ۱۱۰ میلیون اندونیایۍ روپۍ اټکل شوی دی، چې نږدې ۸ زره امریکایي ډالر ترې جوړیږي.
د لاین ایر شرکت چې باتیک هوایي کرښې په واک کې لري، منلي چې ښاغلي مولجادي او میرمن یې د دوی د الوتکې یواځینۍ سپرلۍ وې.
په ۲۰۱۹ کال کې چې پر نړۍ د کرونا ټکه پریوته، په بیلابیلو هیوادونو کې انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره عجیبو کارونو ته لاس واچول.
که څه هم د کرونا تیزه څپه تیره شوې ده، خو په ځینو هیوادونو کې د دویمې څپې خوریدو له امله کلک بندیزونه لګیدلي دي.