پاکستاني چارواکي وایي افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره یې ټول مهم او اړین ګامونه اوچت کړي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان ځانګړی سلاکار، محمد شهزاد ارباب چې د دغه هیواد د ولسي جرګې یوه پلاوي په مشرۍ چمن سرحدي بازار ته تللی و، ویلي چې دوی له افغانستان سره د راکړې ورکړې ګړندیتوب په موخه د لارې ټول خنډونه لرې کړي او د نورو عملي ګامونو د پورته کولو هوډ هم لري.
هغه سره په دې سفر کې افغانستان لپاره د عمران خان ځانګړی استازی، محمد صدیق او د ملي شورا یو شمیر غړو برخه اخیستې وه.
شهزاد ارباب همداشان زیاته کړې چې د افغانستان سوداګرو، محصلینو او عامه وګړو لپاره د ویزو نوې تګلاره به هم د دواړو هیوادونو اوږدمهالې اړیکې ورغوي.
د پاکستان د ولسي جرګې دغه پلاوي همداشان د اونۍ ۷ ورځو کې د پولې خلاصون، د پلټنې پوستو کمیدو، د ټرانزیټ لوړیدل او د سوداګرۍ ودې باندې ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې دي په وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې او راکړه ورکړه د یو شمیر ستونزو له امله زیانمنې شوي دي.