کورنیو چارو وزارت وایي پر کابل پوهنتون د خونړي ترهګریز برید یو تن طرحه کوونکی، محمد عادل په علني محکمه کې په اعدام محکوم شوی دی.
د افغانستان سترې محکمې هم د عادل په ګډون د یو شمیر نورو تورنو کسانو د محاکمې خبر ورکړی دی.
د سترې محکمې اعلامیه کې ویل شوي: “محمد عادل د ترهګریزو بریدونو طرحه کولو او پلانولو، ترهګریزو بریدونو ترسره کولو او تښتونې په جرم په اشد مجازات یعنی اعدام محکوم شو.”
په اعلامیه کې همداشان ویل شوي چې د دغه برید یو بل تورن عبیدالله، داعش ډله کې د غړیتوب، ماین خښونې، د چاودیدونکو توکو لیږد او سړي تښتونکې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شوی دی.
همدا راز عبدالکبار او خدا بخش د ملي خیانت، داعش ډله کې دغړیتوب او سړي تښتونې په جرم هر یو په دولس کاله بند محکوم شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د محکمې د دې پریکړې هرکلی کړی او هغه یې د عدالت پلي کولو لپاره ښه زیری بللی دی.
وسله والو کسانو د لړم میاشتې په دولسمه نیټه پر کابل پوهنتون ډلییز برید وکړ چې پایله کې یې ۲۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.