د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والی، مولوی وکیل احمد چې په ملا ناظم مشهور دی، تیره شپه د دغه ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د فاریاب د پولیسو رسنیز دفتر وایي ملا ناظم تیره شپه په پوپلزي سیمه کې د ماین چاودنې او خپلمنځي اختلافونو له امله له ۶ نورو وسله والو سره وژل شوی دی.
د پولیسو په وینا په دې پيښه کې درې نور وسله وال ټپيان شوي دي.
خو طالبانو په فاریاب کې د خپل والي د وژل کیدو خبر رد کړی دی.
د دغې ډلې ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي هلته داسې کومه پيښه نه ده شوې او د دوی والي روغ رمټ دی.