د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا (سیف د چلډرن) وایي افغانستان کې په روان ژمي کې له ۳۰۰ زرو زیات ماشومان د سړې هوا له امله له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان وایي که چیرې دوی ته د سون توکي او تودې جامې ونه رسیږي، نو کیدای شي چې له بیلابیلو ناروغیو، حتا مرګ سره مخ شي.
د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان شمال کې د واورو ورښتونه، د دې لامل شوی چې زرګونه ماشومان د کرونا او نورو بیلابیلو ناروغیو ترڅنګ، د سړې هوا له بدو پایلو سره مخ شي.
د جګړو دوام، د خلکو د کورونو ورانیدل او لنډمهاله کمپونو ته د دوی تګ، نور هغه ستونزې یادې شوي دي چې بې ځایه شویو کورنیو، په ځانګړي توګه ماشومانو لپاره یې ژوند ستونزمن کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې شاوخوا ۴.۱ میلیونه کسان له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ شوي دي.