د یمن عدن ښار کې په هوایي ډګر کې د چاودنې او ډزو پایله کې ۲۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شول.
چاودنه او ډزې هغه مهال وشول چې د یمن د کابینې نوي غړي له سعودي عربستانه تر ستانه کیدو وروسته له الوتکې د ښکته کیدو په حال کې وو.
په پيښه کې د نوې کابینې غړو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو د یمن د اطلاعاتو وزیر د دې کار پړه پر حوثي وسله والو ور اچولې ده.
داسې حال کې چې حوثیانو په پیښه کې لاس لرل رد کړي دي.
یمن کې له مودو راهیسې د سعودي پلوي حکومت او ایران پلوو حوثیانو ترمنځ د واک ترلاسه کولو په موخه جګړه روانه ده.