امریکایۍ رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې داسې معلومات ترلاسه کړي چې چین په افغانستان کې د امریکایانو وژلو لپاره وسله والو ته پيسې ورکوي.
د سي ان ان د رپوټ پر اساس د ټرمپ د ملي امینت سلاکار د ډسامبر په اولسمه نیټه ټرمپ ته دا معلومات ورکړي دي.
له دې وړاندې هم څو ځلې داسې رپوټونه خپاره شول چې کني روسیه په افغانستان کې د امریکایانو وژلو لپاره پیسې لګوي.
خو روسیي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا رپوټونه بې بنسټه بللي وو.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو ورځو کې په کابل کې د یو شمیر چینو وګړو د نیول کیدو خبرې هم وشوې.
که څه هم دولتي چارواکو د چینایي وګړو د نیول کیدو خبره نه ده منلې، خو ځیني سرچیني وایي چې دا کسان نیول شوي دي.