د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وايي د افغانستان د سولې بهیر ماتیدونکی دی او د دغه بهیر بریا لپاره هیڅ تضمین نشته.
ینس سټولټنبرګ د جرمني (ډي پي ای) خبري اژانس سره مرکه کې همداشان ویلي چې افغانستان کې د ناټو حضور په اړه هر ډول پریکړه به له خطر خالي نه وي.
هغه ویلي که چیرې له افغانستانه د ناټو د وتلو پریکړه وشي، نو داسې خطر شته چې د نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې او د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو ځاله نشي، ټولې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو پنځو ورځو پورې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پيل شي.