په غور ولایت کې د جام څلی د اسلامي نړۍ د کلتوري میراثونو اثارو کې ثبت شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د اسلامي نړۍ د علمي، کلتوري او رونیز سازمان د کلتوري میراثونو کمیټې ( ایسیسکو) د خپلې دریمې فوق العاده ناسته کې چې د ډسمبر په لسمه نیټه په انلاین ډول ترسره شوه، د رایو په اکثریت سره د افغانستان هغه غوښتنه ومنله چې د همدې موخې لپاره یې وړاندې کړې وه.
د ایسیسکو دغه ناسته کې د افغانستان په ګډون د متحده عربي اماراتو، یمن، فلسطین، مراکش او عمان هیوادونو ۲۲ کلتوري اثار د تایید وړ ګرځيدلي دي.
په غور ولایت کې ولاړ د جام څلۍ له دې وړاندې په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو نړیوال سازمان کلتوري میراثونو نوملړ کې ثبت شوې ده.
نژدې اته پېړۍ کېږي چې جام څلی د غوریانو مدنیت یادګار په توګه د سیند پر غاړه ولاړ دی، خو اوس ویل کېږي د سیند پراخېدو له کبله دغه څلۍ بنسټ د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی.