د روغتیا وزارت د وزیر، احمد جواد عثماني څلور تنه نږدې خپلوان د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ له لوري د بډې اخیستنې په تور نیولي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزیون ته وویل چې دغو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر ورور احمد شکران عثماني چې وزارت کې کومه رسمي دنده نه لري، د تره زوی کاوه سرمست زاده، د خاله زوی حامد حمیدي فرامرز او د وزارت ستر سلاکار فریدون سلطاني شامل دي.
بله خوا د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي هم په روغتیا وزارت کې د څلورو کسانو د نیول کیدو خبر منلی دی، خو دایې نه دي ویلي چې دا کسان څوک دي او ګومې دندې لري.
د لویې څارنوالۍ ویاند یک تلویزیون ته وویل چې دغو څلورو کسانو د وزارت له کار کوونکو د رشوت غوښتنه کړې وه.
ملي امنیت وړمه ورځ په بل ولایت کې هم د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زرو ډالرو بډې اخیستې به تور نیولي دي.