د ګرځنده ټلیفونونو انلاین ډلییزه لوبه، پابجي چې تازه یې افغانستان کې زیات شمیر مینوال پیدا کړي دي، د هغو لوبو کتار کې ده چې له خپلو لوبغاړو یې زیاتې پیسې ټولې کړي دي.
دا لوبه په ۲۰۱۷ کال کې له هغه وروسته چې د موبایل فارمټونو ته داخله شوه، زیات شمیر خلک پر ځان ورټول کړل او وروستیو کلونو کې د زیاتو کارونکو او زیات عاید له مخې زیاته مشهوره شوه.
پابجي له خپل چینایي ورژن (ګیم اف پیس) سره یوځای، توانیدلې چې په انډریډ او (او ای اېس) فارمټونو کې په ۲۰۲۰ کال کې ۲.۶ میلیارد ډالر ګټه وکړي.
د سنسر ټاور د رپوټ پر اساس دا لوبه د ۲۰۲۰ کال په نوامبر میاشت کې د ۱۷۳.۸ میلیون ډالرو عاید سره دویمه هغه لوبه وه، چې زیاته ګټه یې کړې ده.
پابجی په سپتامبر میاشت کې هغه مهال چې هند پر دغې لوبې بندیز ولګوه، ۱۹۸ میلیون ډالر ګټلي و، خو په اکټوبر کې یې بیا د عاید کمیدو سره دریم مقام خپل کړ.
خو د دې لوبې تر ټولو زیات ګټه د همدې کال مارچ میاشت کې وه، دا نو هغه مهال و هند پر پابجي بندیز نه و لګولی او همداشان نړۍ د کرونا ویروس له ویرې خلک په کورونو کې قرنطین کړي وو.
پابجي دغه میاشت کې ۲۷۰ میلیون ډالر ټول کړل.
له مارچ څو میاشتې هاخوا، پابچي په اګسټ میاشت کې د ۲۲۱ میلیون ډالرو ګټلو سره په نړیواله کچه د عاید له پلوه لومړی مقام خپل کړی.
همداشان په جولای، جون او مې میاشتو کې یې په ترتیب سره ۲۰۹ میلیون، ۱۶۸ میلیون، او ۲۱۵ میلیون ډالر عاید ګټلي دي.
لاندې ګرافیک له جنورۍ تر نوامبر میاشت پورې د پابجي د عایداتو څرګندونه کوي
پابجي په انلاین ډول یوه ډلییزه ویډیويي لوبه ده چې په سویلي کوریا کې د (بلو هول) سټوډیو له خوا جوړه شوې ده.
دا لوبه په افغانستان کې هم په زیات مینه وال پیدا کړي دي.
تر دې چې د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون د دغې لوبې د بندیدو پریکړه وکړه.
له هغه وروسته د مخابراتو وزارت اترا ادارې اعلان وکړ، چې دا لوبه په موقت ډول بندیږی.
که څه هم تر اوسه بنده شوې ده او مینه وال یې سخت پر ځان لګیا کړي دي.