په وروستي ځل چې انسان په سپوږمۍ کې پښه کیښوده، د ۱۹۷۲ کال و، خو سپوږمۍ اوس یو ځل بیا د امریکا د ناسا ادارې د میز پر سر ده.
د امریکا د فضایي څیړنو اداره دا ځل سپوږمۍ ته د یوه سفر په نظر نه، بلکې په هغې کې د دوامداره اوسیدو په نظر ګوري.
په دې ماموریت سره چې راتلونکی کال کې به پيل شي، امریکا هوډ لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې خپل فضایي مساپر د سپوږمۍ پر مخ ښکته کړي او هلته د روانې لسیزې تر پایله یو دایمي ستوګنځای جوړ کړي.
د سي ان ان د رپوټ پر اساس دا به له ځمکې د باندې د اوسیدو لومړنۍ ستوګنځای وي.
خو ستونزه داده چې فضا ته د دومره ساختماني موادو لیږد به زیات وخت او لګښت وغواړي.
د تکزاس د درې بعدي کورونو جوړونکي شرکت (ایکن) دې ستونزې ته د حل لار موندنې ډاډ ورکړی دی.
ایکن د یوه علمي – تخیلي حل لارې په وړاندې کولو سره ویلي چې د درې بعدي چاپ په مرسته د سپوږمۍ له خاورې یو سپوږمکیز ځای جوړیدای شي
د ایکن شرکت بنسټ ایښودونکی، جیسون بالارډ وایي ناسا سره ګډ کار کوي، ترڅو داسې یوې ټيکنالوژۍ ته پراختیا ورکړي چې وکولی شي د سپوږمۍ دوړې پر کانکرېټ ته ورته ماده بدلې کړي.
دا هغه خاوره ده چې د سپوږمۍ مخ یې پوښلی او د وړو مدني او شیشه یی موادو جوړه شوې ده.
دا ګردونه په تیرو میلیونونو کلونو کې سپوږمۍ سره د فضايي ډبرو د ټکر له امله رامنځته شوي او لږڅه سریښناک خاصیت لري.
دا دوړې همدا اوس د ایکن په لابراتوارونو کې تر ازمایښت لاندې دي، چې وکتل شي له نورو کومو موادو سره تر مخلوط کیدو وروسته څنګه غبرګون ښيي.
د یادولو ده چې ایکن له ۲۰۱۸ کال راهیسې په مکسیکو او ټکزاس کې د ټولنیزو کورونو جوړولو لپاره د درې بعدي چاپ ټکنالوژي کاروي.
په لاندې البوم کې تاسې د فضایي سفر ځيني انځورونه کتلی شی.