د ایران ولسمشر، حسن روحاني وایي امریکا ایران ته اجازه نه ورکوي چې د کرونا واکسین واخلي.
تر دې چې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې منع کړی چې ایران سره د کرونا واکسین اخیستو کې مرسته وکړي.
حسین روحاني په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې ایران د واکسین اخیستو لپاره پيسې چمتو کړي دي، خو بانکونه د پيسو له اخستو ډډه کوي او وایي ترڅو چې امریکا ورته اجازه ورنه کړي، د ایران پیسې نه اخلي.
ایران وایي له دې بندیزونو سره سره، بیاهم هڅه کوي چې واکسین پيدا کړي.
حسن روحاني له خپلو خلکو غوښتي چې د معتبر واکسین تر موندلو پورې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.