د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې دویمه ناسته نن شنبه په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
دغې ناسته ته پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدرب رسول سیاف، امرالله صالح، معصوم ستانکزي، محمد محقق، یونس قانوني او یو شمېر نور سیاستوال ورغلي وو.
د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د پیل خبرو کې وویل دغې شورا په ځانګړي توګه مرکچي پلاوي ته یو ډير غټ مسوولیت ور تر غاړی دی چې جګړه پای ته ورسیږي او د وینې تویدنې مخه ونیول شی.
هغه همداشان ټينګار وکړ چې د سولې خبرو دویم پړاو باید په ټاکل شوې نیټه پيل شي او د خبرو د ځای ټاکلو له امله باید ونه ځنډول شي.
معصوم ستانکزي چې د مرکچي پلاوي مشري کوي، دغې ناستې ته وویل هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب وکړي او د افغانستان اساسي قانون او لویې جرګې پریکړې په پام کې ونیسي.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح وویل طالبان نشي کولی په یواځې ځان پر افغانستان واکمني وکړي او دوی ته په کار دي چې د افغانستان راتلونکي لپاره له نورو سره مشارکت وکړي.
ښاغلي صالح وویل د افغانستان معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانان غواړي جګړه له سیاسي لارې حل کړي او نړیوال هم اوس دې ته سترګې دي چې افغانان دغې ستونزې سره څنګه چلند کوي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې هیڅ کله هم هغه څوک خپلو موخو ته نه دي رسیدلي چې هڅه یې کړې په زور پر خلکو واکمن شي.
بله خوا، د اسلامي جمعیت د رهبرۍ شورا غړي، یونس قانوني د شورا د رهبرۍ کمیټې پر جوړښت نیوکه وکړه.
ښاغلي قانوني وویل دا جوړښت نیمګړی دی او یو شمیر مهم شخصیتونه په ځانګړي توګه میرمنې له پامه غورځول شوي دي.
هغه همدا شان پردې نیکه وکړه چې په لومړنۍ ناسته کې د کریم خلیلي، محمد محقق او عطا محمد نور خبرې سانسور شوې او همدا لامل دی چې ښاغلي خلیلي د اعتراض په ډول دې ناسته کې ګډون نه دی کړی.
قانوني د دولتي تلویزیون دا چلند د اخلاقي موازینو خلاف وباله.
حامد کرزی او عبدرب رسول سیاف هم د دې غونډې دوه نور ویناوال وو.
عبدرب رسول سیاف د مذاکراتو بهیر کې د مرکچي پلاوي پر یووالي ټينګار وکړ.
سیاف له سیاستوالو وغوښتل چې نور د سولې په اړه له فردي څرګندونو تیر شي او د مصالح شورا او مرکچي پلاوي ته د یوه واحد تریبیون په سترګه وګوي.
د ولسمشر پخوانی مرستیال، مارشال دوستم هم په خپل پیغام کې له طالبانو وغوښتل چې راشي افغانستان کې خپل محبوبیت د ټاکنو له لارې معلوم کړي.
محمد محقق بیا له دې اندیښنه وښوده چې طالبان پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي او خبرو کې هیڅ نرمښت نه ښيي.
ښاغلي محقق د ملا برادر هغو خبرو ته اشاره وکړه چې څو ورځې وړاندې یې پاکستان کې خپلو پلویانو ته وویل له خپل دریځ شاتګ نه کوي.
د یادولو وړ ده چې د دې ناسته دویمه برخه د ځینو دلایلو له امله د رسنیو له سترګو پناه تیره شوه.
دا ناسته داسې حال کې جوړه شوه چې په پام کې ده تر راتلونکو نهو ورځو پورې قطر کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پيل شي.