په کابل ښار کې نن شنبه سهار درې چاودنې وشوه، چې دوه کسان پکې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
لومړنۍ چاودنه سهار مهال شاوخوا اووه بجې د ښار اتمې حوزې اړونده حضوري چمن سیمه کې مقناطیسي ماین له امله وشوه، خو د چارواکو په وینا چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
دویمه چاودنه له هغې څو دقیقې وروسته د شپږمې ناحیې اړوند فیض محمد کاتب سړک کې پر یو رنجر موټر وشوه، چې د پولیسو په وینا دوه سرتیري پکې ټپیان شول.
دریمه چاودنه شاوخوا نهه بجې د دریمې ناحیې اړونده دهبوري سیمه کې وشوه.
د کابل پولیس وایي په دې چاودنه کې د پولیسو دوه سرتیري وژل شوي او یو ملکی کس ټپي شوی دی.
کابل ښار په وروستیو اونیو کې د پراخو چاودنو او هدفي وژنو شاهد پاتې شوی او نږدې هره ورځ یوه خونړۍ پيښه پکې کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې نږدې لس ورځ وروسته قطر کې د سولې خبرو دویم پړاو پيلیږي.
پوځي شنونکي وایي طالبانو له دې امله تاوتریخوالی زیات کړی چې پر حکومت فشار واچوي او د خبرو میز کې زیات امتیاز واخلي.