افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو غبرګون کې ویلي داسې بریدونه باید نور بند شي.
خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې د داسې وژنو دوام د سولې روان بهیر له ګواښ سره مخ کوي.
هغه لیکلي: “دا هدفي وژنې او قتلونه باید بند شي. دا د سولې بهیر ګواښوي. افغانان سوله غواړي. اوربند او سیاسي جوړجاړی بیړني دي. زه له مذاکره کونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوه چنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو.”
زلمي خلیلزاد په وروستیو بریدونو کې د ځينو مدني فعالانو او د بشري حقونو پر ملاتړو بریدونه غندلي دي.
هغه لیکلي: “د یوسف رشید وژنه د غندنې وړ ده. موږ یې غندو. موږ د هغو ډاکترانو چې څرخي پله کې کار کاوه او د ښځو د حقونو فعالې، فرشته کوهستانۍ، وژنه هم غندو. د دغو ترهګریزو بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي.”
ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي روانه کچه د نه منلو وړ بللی ده.
له دومره تاوتریخوالي سره ژوند کول، د ژوند لار نده. دا د ویرې چاپیریال زيږوي. ویره به لا نور افغانان د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ باسي. څوک به بیا د حقونو او آزادیو د ملاتړ لپاره پاتي وي؟ دا هغه لار نده چې ټولنې ته وده او سوکالي ورکړي.”
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو اونیو کې افغانستان کې د هدفي وژنو کچه بې سارې زیاته شوې ده.
دغو وژنو کې مدني فعالان، د رسنیو کار کوونکي، روغتیا پالان، د شري حقونو فعالان او زیات شمیر ملکي او پوځي کسان وژل شوي دي.