د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کریستوفر مېلر وایي غواړي افغانستان کې ټول میشت امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې خپل هیواد ته واستوي.
کریستوفر میلر د تیرې سه شنبې په ورځ یې د کابل سویل کې د (مورهید) کمپ کې خپلو ځواکونو سره لیدنه کې ویلي د دوی ځانګړي عملیاتي ځواکونه به د وتلو تر وخت پورې القاعده ډلې سره مبارزې او افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.
میلر وایي د امریکا ځانګړي عملیاتي ځواکونه لومړنۍ ډله وه چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته راغله او دوی به له دغه هیواده وروستۍ وتونکې ډله هم وي.
هغه ویلي افغان امنیتي ځواکونو اوس ښې وړتیاوې پیدا کړي او امریکايي ځواکونه هم د اړتیا پرمهال کولی شي طالبان وځپي.
د راتلونکي کال مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل، هغه دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې پرې ټينګار شوی دی.