کابل کې د علمي پلټنو او کیندنو پایله کې څوارلس نوي لرغونې برخې وموندل شوې.
دا لرغوني مجسمې او جوړښتونه د بودايي پېر سره تړلي بلل کیږي چې لرغون پوهانو د شهدای صالحینو نارنج تپه کې موندلي دي.
دغه سیمه کې د تیرو اتو کلونو علمي کیدنو او څیړنو پایله کې د استوپي پاتې شوني، یو اورځای، ۲۴ مات شوي او دوه سالمې مجسمې چې شهزادګۍ او شهزاده پورې منسوبیږي، موندل شوي دي.
لرغون پوهان وایي د بودایي دور ټول عبادت ځایونه په عام ډول لوړو ځایونو کې جوړ شوي دي، چې له لرلید یې ښه و او تیریدونکي کاروانونه له لرې ځاینونو لیدل.