د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ زرګونه پلویان په دې هڅه کې دي چې ټرمپ ته د جو بایډن لوړې مراسمو پر ورځ، د لوړې مراسم جوړ کړي.
د ټرمپ پلویان چې لاهم باور لري ټاکنو کې درغلۍ شوي دي، په پام کې لري چې د جنورۍ شلمه نیټه کې د لوړې مراسمو یو انټرنیټي پروګرام جوړ کړي.
دا پروګرام چې (د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویم دورې د لوړې مراسم) نومول شوی، ټاکل شوې ده چې د فیسبوک پر پاڼه خپور شی.
د امریکا د ډيلي ډاټ د رپوټ پر اساس تر اوسه ۳۲۵ زرو کسانو دغو مراسمو کې ګډون لپاره لیوالتیا ښودلې، خو ۶۰ زرو یې اعلان کړی چې خامخا به دغو مراسمو کې برخه اخلي.
تر اوسه د ډونالډ ټرمپ ټيمد دغه پروګرام په اړه د هو یا نه ځواب نه دی ویلی او معلومه هم نه ده چې ټرمپ به دغو مراسمو کې ګډون ولري که نه.
خو دا معلومه ده چې د ټرمپ ډلې تر اوسه په ټاکنو کې خپله ماته نه ده منلې او لاهم باور لري چې ټاکنو کې د جو بایډن په ګټه پراخې درغلۍ شوي دي.