یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د پولیسو قومندان، احمد عمر صالح تیره شپه طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
په دې نښته کې د احمد عمر صالح درې تنه سرتیري هم وژل شوي دي.
تر اوسه افغان امنیتي بنسټونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو هم ویلي دوی تیره شپه د چهاردرې ولسوالۍ عربانو سیمه کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي او د قومندان په ګډون یو شمیر نور سرتیري یې وژلي دي.