د کابل ښار اوومې ناحې په مربوطاتو کې د د یوې چاودنې په نتیجه کې ۵ تنه روغتیاپالان وژل شوي او دوه نورټپيان دي.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز یک تلویزیون ته وویل دا چاودنه نن سه شنبه سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د اوومې ناحیې دوغ اباد سیمه کې شوې ده.
د پلچرخي زندان د ډاکټرانو یو کرولا موټر د دغې چاودنې ښکار ګرځیدلی دی.
کابل کې چاودنه اوس یو معمول ګرځیدلی دی.
دغه ښار کې نږدې هر سهار د یوې چاودنې غږ اوریدل کیږي او هره ورځ ملکی او پوځي کسان پکې وژل کیږي او ټپيان کیږي.