د پاکستان د بلوچستان د محصلینو د سازمان ( بي اې او) پخوانۍ مشره او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د بلوچانو فعاله کریمه بلوچ په کاناډا ک مړه موندل شوې ده.
کریمه بلوچ د یکشنبې په ورځ بې درکه شوې وه، خو پولیسو یې تیره شپه مړی کور ته ور وړی دی.
پولیس وایي ۳۷ کلنه کریمه بلوچ د تیرې یکشبې په ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د ټورنټو په (بې سټریټ) او (کوې ویسټ) سیمو کې لیدل شوې ده، خو له هغه وروسته چا نه ده لیدلې.
تر اوسه د کریمه بلوچ د مړه کیدو علت او څرنګوالی نه دی معلوم شوی.
کریمه بلوچ څو کاله مخکې له پاکستانه کاناډا ته تللې وه او هلته یې په ټورنټو کې د زده کړو ترڅنګ سیاسي پناه هم اخیستې وه.
دا دویم بلوچی وګړی دی چې په جلاوطنۍ کې تر ورکېدو وروسته یې مړی موندل کېږي.
سږ کال په مارچ کې بلوچ خبریال ساجد حسین هم په سویډن کې ورک شوی وو، چې وروسته یې مړی وموندل شو.