د مصالحې عالي شورا دویم مرستیال، اسدالله سعادتي وایي د افغانستان د سولې خبرې باید په هیڅ ډول شرایطو او د هیڅ پلمې له مخې ونه ځنډول شي.
ښاغلي سعادتي چې نن دوشنبه یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې ټينګار وکړ چې دا خبرې باید په ټاکل شوې نیټه ( د جدي مه۱۵) کې بیا پيل شي.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې د هیواد د راتلونکي نظام عنوان، څرنګوالی او اوربند به د سولې بهیر روان پړاو کې تر ټولو زیات ننګونکي وي.
سعادتي په دې غونډه کې له ځوانانو اودیني عالمانو وغوښتل چې د خپلو ارزښتونو ساتنې لپاره باید هڅه وکړي چې د طالبانو د جګړې سیاسي او دتاوتریخوالي منطق وننګوي.
هغه وویل که څه هم طالبان افغانستان لپاره د اسلامي امارت غوښتنه نه کوي، خو د دوی د پام وړ نظام د منځپانګې له مخې له امارت سره توپیر نه لري.
د ښاغلي سعادت په خبره د ولس له خوا د هیواد د ولسمشر ټاکل یوه سره کرښه ده او طالبانو باید واک ته رسیدو لپاره د جګړې پرځای سوله ییزې لارې غوره کړي.
دا غبرګون داسې حال کې ښودل کیږي چې ویل کیږي طالبان غواړي د افغانستان راتلونکی مشر د (حل او عقد شورا) له خوا وټاکل شي.
خو د دولت پلاوی هڅه کوي چې د مشر د ټاکلو واک د افغانستان خلکو ته وسپاري.