افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي د امریکا او طالبانو هوکړې، د امریکا او افغان دولت ګډې اعلامیې او د بین الافغاني مذاکراتو نه د پراخ نړیوال ملاتړ په شتون کې، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی.
خلیلزاد نن یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې افغان دولت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي.
خلیلزاد پر ټولو غاړو غږ کړی چې جګړه کمه کړي او په چټکۍ سره اوربند وکړي.
خلیلزاد غزني ولایت کې د تیرې پيښې په غبرګون کې چې زیات شمیر ماشومان پکې ووژل شول، لیکلي چې د جګړې غاړې باید په ګډه او په نړیوال ملاتړ په ټول هیواد کې د ناچاودل شوو توکو او ماینونو سره مبارزه وکړي تر څو د ماشومانو او غټانو ژوند وژغورل شي.
خلیلزاد غزني کې د ماشومانو د مړینې خبر زړه ماتوونکی بللی او ځان یې د قربانیانو کورنیو غم کې شریک بللی دی.
هغه همداشان لیکلي: “موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوي ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې.”
د غزني ګیلان ولسوالۍ کې د تیرې جمعې په ورځ د یوې چاودنې په نتیجه کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول او تر ۲۰ نور ټپیان شول.