د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوه فتوا په صادرولو سره د پابجي په نوم انټرنیټي لوبه شرعاً ناروا وبلله.
دغه فتوا کې چې نن شنبه خپره شوې راغلي چې د پابجي لوبې کوونکي او اسانوونکي دواړه په دې کار سره په ګناه اخته کیږي.
د حج او اوقافو وزارت وایي چې پابجي لوبه په خپل ذات کې ناروا ده او د یوه تفریحي خپرونې هیڅ شرعي شرایط نه لري.
په فتوا کې د دې لوبې د ناروا بللو لپاره ځيني نور دلیلونه هم ویل شوي دي.
لکه دا چې دا لوبه د کورنۍ او ټولنۍ نظم او سلامتیا له منځه وړي او همداشان شرکي عقایدو تلقین او بتانو او مجسمو ته د تعظیم ترویجول.
همداشان د ځان ژغورلو لپاره د نورو له منځه وړلو د تفکر خپرول، د پیسو بې ځایه لګښت، د وخت بې ځایه تیرول او د ماشومانو او ځوانانو ټولنیزو چارو او درسونو باندې د دغې لوبې منفي اغیزې، نور هغه دلیلونه دي چې پابجي یې ناروا او نا جایزه کړې ده.
د حج او اوقافو وزارت په پای کې ویلي چې پابجي لوبه او نورې ورته لوبې شرعا جواز نه لري او د کورنۍ مشران باید دې مسالې ته جدي پام وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې د اترا ادارې وړمه شپه اعلان وکړ چې دغه لوبه په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره بندوي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون له دې وړاندې د اترا له ادارې غوښتي و چې دا لوبه بنده کړي.