د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي دغزني د پارلماني او د غزني په ګډون د نورو ولایتونو د ولایتي شورګانو ټاکنو لپاره یې ۹۸ میلیون ډالر په پام کې نیولي دي.
د دغه کمیسیون د دارالانشا مشر، حبیب الرحمان ننګ نن شنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی له څیړنو وروسته د غزني ولایت پارلمان ټاکنو لپاره ۱۹ میلیون او د ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره ۸۰ میلیون ډالر په پام کې نیولي دي.
خو د ښاغلي ننګ په خبره دا لومړنۍ مسوده ده چې تر غور وروسته به یې د بودجې دقیقه اړتیا اعلان کړي.
د دغه کمیسیون مشرې، حوا علم نورستانۍ چې دغه ناسته کې یې خبرې کولې وویل چې دوی چمتو دي د ۱۴۰۰ کال تلې میاشت کې د غزني پارلمان، ولایتي شوراګانو او د یو شمیر ښاروالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.
اغلې نورستانۍ وویل دوی دغه نیټه کې د ټاکنو ترسره کیدو لپاره کار کوي او حکومت ته په کار دي چې د بودجې او امنیت تیاری ونیسي.
د ټاکنو د کمیسیون مشرې همداشان وویل چې د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې به د رای ورکونې مرکزونو بیا ارزونه، د رای ورکوونکو د نوملړ اصلاح او د رای ورکوونکو تقویتي نوملیکنه وشي.
دا په داسې حال کې دي چې تیرو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو ادعاوو او پراخو ستونزو له امله ټاکنې او د ټاکنو پایلې د میاشتو لپاره وځنډیدې.
یو شمیر خلکو د ټاکنو د کمیسیون غړي او ځينو نورو حکومت او نوماندان په درغلیو او فساد تورن کړل.