د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یوې، ښځې یوه څلور کلن ماشوم او یوه نارینه سوځول شوي جسدونه د پولیسو له خوا موندل شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند، عبدالاحد ولیزاده یک تلویزیون ته وویل چې دا کسان په بل ځای کې وژل شوي او وروسته بیا د شواهدو له منځه وړلو لپاره د انجیل ولسوالۍ ته انتقال شوي او سوځول شوي دي.
ښاغلي ولیزاده وویل چې دا جسدونه اوس د روغتیا ریاست عدلي طب ته انتقال شوي، تر څو د وژل کیدو عوامل یې په ډاګه شي.
تر اوسه د دې پيښې د څرنګوالي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.